تهران کې مېشت د مهاجرینو چارو آتشې د ناروې د مهاجرینو د چارو د سازمان له رییس سره ولیدل.

anwari_morr

 په تهران کې د افغانستان د مهاجرینو چارو د آتشې د راپور له مخې، د افغانستان د مهاجرینو چارو مرستیال عبدالباسط امامی، د افغانستان سفارت لومړی سکرتر ابوبکر صاحبي او د ایران په پلازمینه تهران کې د افغانستان سفارت د حقوقي چارو مسؤل، د ناروې د کډوالو د چارو د سازمان له رییس فليب لوزنسکي سره په ایران کې د سلواغې په ١١مه نېټه ولیدل.

 ښاغلي لوزینسکي په ایران او نورو هېوادونو کې له افغان مهاجرینو سره د دغه سازمان له خوا د برابرو شویو بشري مرستو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: موږ ژمن یو چې د بې طرفۍ له اصولو سره سم د افغانستان خلکو ته بشري مرستې برابرې کړو.

 هغه یادونه وکړه چې په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي وضعیت ښه شوی، موږ د افغانانو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو او د افغانستان پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوو او له افغان مهاجرینو سره به د مرستې لپاره  خپلې هڅې زیاتې کړو.

 نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې تېر کال مو له سلو زرو زیاتو افغان مهاجرینو کورنیو او ایراني اتباعو سره مرسته کړې، چې ۷۰ سلنه یې افغانان دي، چې کله ناکله زموږ له بشري مرستو څخه په ګډه کار اخلي، هغه د یو ښوونځي مثال راوړ، چې دوی جوړ کړی او د ایراني ماشومانو ترڅنګ افغان ماشومان هم ترې ګټه اخلي.

ورپسې ښاغلي امامي او ښاغلي صاحبي په ایران او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د دغه سازمان له لوري د ترسره شویو بشري مرستو قدرداني وکړه او له هر ډول ستونزو پرته یې مهاجرینو ته د سفارت د دندو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

 هغه همدا راز له افغان مهاجرینو سره د مرستو د زیاتولو او په لږ وخت کې د هغوی د دوسیو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

 د يادې سازمان رییس وويل، تر ټولو مخکې به هڅه وکړم، چې په ايران کې مېشت افغانان قانوني اسناد ولري، ځکه د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د استوګنې اسناد مهم دي.

 نوموړي په پای کې له افغان مهاجرینو سره د بشري مرستو د ژمنې په ترڅ کې پر لا زیاتو اړیکو او همکاریو ټینګار وکړ.