تر ۱۰۰ زیات مهاجرین له پاکستانه په جبري توګه وطن ته راستانه شول

anwari_morr

 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۱۵۹ افغان مهاجرین د سلواغې په ۱۶ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ ۱۹ کورنۍ، چې ۹۸ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ دفتر او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ ۷ کورنۍ، چې ۵۷ تنه کیږي او ۴ ماشومان د پاکستان هېواد له زندانونوڅخه ازاد او په جبري توګه له یادې فرضي کرښې څخه راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړيوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شول.

 ۴ تنه بې سرپرسته ماشومان MPO مؤسسې ته وروپیژندل شول او د ګومارل شوې کمیټې له خوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.