پروان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

 په پروان ولایت کې د سلواغې په ۱۵مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۷۰۰ جبري راستنېدونکو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

 يادې شوې کورنۍ پخوا د هغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې وروسته د خوړو نړيوال سازمان له خوا ورته د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته درې ډوله خوراکي توکي ووېشل شول.