تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه خپل وطن ته راستانه شول

anwari_morr

 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۲۳۲ افغان مهاجرین د سلواغې په ۱۵ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۴ کورنۍ، چې ۱۲۹ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، د يادې فرضي کرښې څخه ٢٠ کورنۍ، چې ۱۰۳ تنه کیږي په جبري توګه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان، او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې، د ګومارل شویوکمېټو لخوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.