په ننګرهار ولایت کې ۱۸ کورنۍ له نغدي مرستو  څخه برخمنې شوې

anwari_morr
-

 په ننګرهار ولایت کې د سلواغې په ۱۴مه نېټه پر ۱۸ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو باندې نغدي مرسته وویشل شوه.
 هرې یوې کورنۍ ته، چې مخکې د یاد ریاست له لوري سروې شوې او پېژندل شوې وې، په بېلابېلو کټګوریو کې ۳۲ زره، ۲۴ زره، ۲۱ زره، ۲۲ زره، ۲۲ زره ۵۰۰، ۲۴ زره ۶۰۰، ۲۰ زره او ۲۰ زره ۵۰۰ افغانۍ د ډینمارک د مهاجرت شورا له لوري ورکړل شوې.