تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه د سلواغې په ۱۴ مه نېټه ۲۴۶ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول.
 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، له يادې فرضي کرښې څخه ٢٥ کورنۍ، چې ۱۲۶ تنه کیږي په جبري توګه راستنې شوې او د مهاجرينو له ادارې سره تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان، او د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شوې، د ګمارل شوې کمیټې لخوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ وویشل شوې.
 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۳ کورنۍ، چې ۱۲۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هیواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو د ادارې سره تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.