په يو شمېر ولايتونو کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%DA%AB%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%B4%20%D9%87%D9%81%D8%AA%D9%87_0.jpg)
د مهاجرینو چارو وزارت د دوهمې قطعې له خوا د سلواغې میاشتې له ۷ څخه تر ۱۲ نیټې پورې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۷۵۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
د یادو ولایتونو (ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، لغمان- سرپل، غزني، بامیان، پکتیا، فاریاب، پروان او جوزجان) هرې یوې کورنۍ ته د هغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د یو شمیر ادارو په همکارۍ د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لخوا، دوی د نغدو پیسو، خوراکي توکو، ژمنیو او روغتیایی جامو په ګډون د مرستې کڅوړې وویشلې