له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ مهاجرین په جبري تږګه خپل هیواد ته را ستانه شول

anwari_morr

 د سلواغې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۴۹۴ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
 د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې ۷۸ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ۳۴۸ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستانه څخه راستنې شوې او د مهاجرینو د ادارې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې دي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو په اساس ۲۹ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ١٤٦ تنه کیږي د یادې پولې څخه په جبري توګه راستنې شوې او د مهاجرینو په ادارې کې تر ثبتېدو وووسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور معرفي شوې دي.  د یادې کمیټې له لوري هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.