په کندهار ولایت کې پر ۳۰۰ کورنیو باندې ژمني کالي وویشل شول
په کندهار ولایت کې د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نېټه په ۳۰۰ جبري راستنو شویو کورنیو ته د ژمنیو جامو کڅوړې وویشل شوې.
په يادو شويو مرستو کې د سرې مياشتې له لوري د ژمنيو کالیو يوه کڅوړه هم شامله وه د مهاجرینو رياست تر څارنې لاندې په یاد ولایت کې پرې وویشل شوې.
په خوست ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
۱۴/۱۱/۱۴۰۲
دخوست ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو رياست د سلواغې مياشتې په ١٣ نېټه په یاد ولايت کې له ٢٧٩ راستنو شويو کورنيو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
يادې شوې مرسته هغو کورنیو ته، چې مخکې د یاد ریاست له لورې سروې شوې او پېژندل شوې وې د خوړو نړيوال سازمان له لوري هر کورنۍ ته ۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته پرې وویشل شوه.