جوزجان کې د بیامېشتنېدنې شپږمه ناسته وشوه

anwari_morr
-

جوزجان ولایت کې د سلواغې پر ۱۱ مه نیټه د ولایت د والي په مشرۍ او د اړوندو ادرو په ګډون د بیامېشتنېدنې شپږمه ناسته وشوه.

د مهاجرینو او راستنېدونکو رییس ملا امان الله طلحه د راستنېدونکو شمېر، چې د یادې ادارې سره ثبت شوي و، ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل او د سلو کورنیو سره د مرستې له امله یې له موسسو څخه مننه وکړه.

د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د جبري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د مهاجرینو ریاست او همکارو موسسو د همغږۍ او همکارۍ ستاینه وکړه او د لا نورو مرستو غوښتنه یې ځرګنده کړه.