د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسولانو د تورخم له سرحدي آمریت څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
-

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جینوا دفتر مسولانو د سلواغې ۱۱ مه نیټه د مهاجرینو د تورخم سرحدي آمریت څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مسولانو هر یو شیرین فکفار، ویکتوریا توماس، الفت کاظمي، مشتاق، اکسیر او اراک د آمریت ورځنۍ چارې ولیدې، د مهاجرینو لپاره یې د نړیوالو بنسټونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې د دوی د همغږۍ او مدیریت ستاینه وکړه.

د تورخم سرحدي آمریت مسولانو د پېژندنې، نوملیکنې، خدمتونو او په بېلابېلو برخو کې د فعالو موسسو د خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کمېشنرۍ مسولانو وویل: موږ د اسلامي امارت او مهاجرینو وزارت په همکارۍ  په تورخم کې د خپلو مرستو پر پراختیا کار کوو.

د روان کال په بهیر کې د دې لپاره، چې د هرې راستنېدونکې کورنۍ پوره ملاتړ وشي او لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي په کمساري ډول مو د کورنیو ملاتړ زیات کړ.

موږ به تورخم کې د موقتي او دایمي کمپونو ملاتړ ته دوام ورکو؛ خوښ یو چې د نوملیکنې پړاوونه ګورو، هره کورنۍ په ښه ډول پېژندل کېږي. د نوملیکنې سرعت او دقت د تورخم د آمریت د کارمندانو د مسلکيتوب ښودنه کوي.

هغو زیاته کړه، چې د جبري راستنېدونکو مدیریت او کنترول د نړیوالو لپاره یوه بېلګه وه او موږ

ډاډه یو، چې په تورخم کې به زموږ مرستې ستاسو د ملاتړ لپاره په لوړه کچه ولګول شي.

د تورخم سرحدي آمریت مسولانو د کمېشنرۍ له ملاتړ او همکارۍ  څخه مننه څرګنده کړه.