تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۲۱۲ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۱۱ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هېواد تته راستانه شول.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۰ کورنۍ، چې ۱۱۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
هرې کورنۍ ته د ګومارل شوې کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۳ کورنۍ ، چې ۹۷ تنه کېږي په جبري توګه له دغې فرضي کرښې څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.