په فرضي پولو کې؛ له پاکستان څخه سلګونو جبري راستنېدونکو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

 د د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون دګومارل شویو کميټو د راپور له مخې، د ننګرهار، کندهار، نیمروز، کابل، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو څخه ۱۳۴ کورنۍ چې ۴۴۵ تنه کېږي د سلواغې پر ۱۱ مه په جبري ډول له پاکستان څخه راستنې شوې، چې په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

۱۴کورنۍ چې ۶۶ تنه کیږي خپلو مېنو ته ولیږدول شوې او کرایه ورکړل شوه، ۱۱۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه،۱۰۶کورنۍ په لندمهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې، ۹۹۸ تنو درملنه وشوه، ۲۰۱سیمکارتونه، چمتو شوې خوراکي کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په سرحدونو کې د مسؤلینو لخوا وویشل شوې.

دغه راز د اطلاعاتو کمېټو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو له خوا راستنو شویوکورنيو ته د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل، وپېژندل شول او راستنېدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي، او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح ​​پروګرامونه هم ورته برابر شول.