ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت یو زره او ۱۳۹ مهاجرین د سلواغې پر ۸مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات اسلام کلا  د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۳۸ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۱۷ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۴۵ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۷۲ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.

 او ۲۵۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.