۱۱تنه افغان مهاجرین پاکستان کې له بنده ازاد شول
۱۱ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له یوه بنده ازاد او د سلواغې پر ۵ مه نیټه خپل هېواد ته راستانه شول.
د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله څو ورځې د پاکستان په پنجاب کې بنديان وو، چې له ازادېدو وروسته خپل هېواد ته راستانه او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
دغه راز ډ نمارک او ناروې د مهاجرت شورا له خوا له چاودیدونکو توکو څه د ساتنې په برخه کې حقوقي معلومات هم ورکړل شول او له ۱۸ کم عمره کسان د سرلوړي افغانستان موسسې ته ور وپېژندل شول.