تېره یوه میاشت کې؛ ۷ زره څخه زیات مهاجرین د سپين بولدک له لارې پاکستان څخه راستانه شول
د کندهار د سپين بولدک د ثبت او معلوماتو د راپور له مخې ۱ زر او ۴۲۱ کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کېږي او ۳۰۵ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي د ۳۵ ورځو په ترڅ کې له پاکستان څخه راستانه شول.
راستنېدونکي کسان په آمریت کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ور وپېژندل شول.
هرې کورنۍ ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکي او مبایل سیمکارتونه د اسلامي امارت د کمېټو او د عزیزي بانک خیریه بنسټ له لوري ورته ووېشل شول.