په فرضي پولو کې له سلګونو جبري راستنېدونکو سره مرسته وشوه
له پاکستان څخه د جبري راستنیدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسون د ګومارل شویو کميټو د راپور له مخې، د ننګرهار، کندهار، نیمروز، کابل، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو څخه ۱۵۷ کورنۍ چې ۵۵۸ تنه کېږي د سلواغې پر ۴ مه په جبري ډول له پاکستان څخه راستنې شوې، چې په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.
۲۲ کورنۍ چې ۱۰۸ تنه کیږي خپلو اصلي ځایونو ته ولیږدول شوې او کرایه ورکړل شوه، ۱۱۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۵۸ کورنۍ په لندمهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې، ۹۸۵ کسانو درملنه وشوه، ۳۰۰ سیمکارتونه، چمتو شوې خوراکي کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په سرحدونو کې د مسؤلینو لخوا وویشل شوې.
دغه راز د ياد شويو کورنيو لپاره د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اطلاعاتو او محتسبینو له لوري ګټور معلومات وړاندې شول.
لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل، وپېژندل شول او راستنېدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي، او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم ورته برابر شول.