کاپیسا کې ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د کاپیسا ولایت د مهاجرینو آمریت د راپور له مخې د سلواغې پر ۴مه نیټه ۱۲۵ تنو بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره شوه.
دغه کسان د کاپیسا د اله سای ولسوالۍ اړوند د کار تر نامه لاندې د کاري فرصتونو د ایجاد په پروګرام کې د پیسو په بدل کې د درې واټونه، چې ۸ کیلومتره وو د رغونې او جغل اندازۍ په کار وګومارل شول.
دا پروژه به ۱۶ ورځې دوام وکړي او وروسته په دو برخو کې فني کارېګرو ته ۷۰۰ افغانۍ او نورو کارېګرو ته ۳۵۰ اففانۍ په نظر کې ونیول شي، چې د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري به ورکول شي.