غزني کې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د غزني ولایت د مهاجرینو ریاست د سلواغې پر ۴مه نیټه ۷۴۰ راستنېدونکوکورنیو ته د نغدي پیسو او جامو د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ څه وخت مخکې له ګاونډیو هېوادونو څخه د غزني ولایت بېلابېلو ځایونو ته راستنې شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د مهاجرت شورا له لوري او د یاد ولایت د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ۱۳ زره او ۹۰۰ افغغانۍ ، درې کمپلې او د ژمني پوښاک د یوې کڅوړې مرسته دشوه.