پاکستان کې ۱۰تنه افغان بندیان له بنده ازاد شول
۱۰ افغان بندیان د پاکستان له بنده ازاد او پرون د سلواغې ۴ مه نیټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور پر بنسټ دغه کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي امله ځینې له لسو ورځو او ځینې له ۳ میاشتو راهیسې بندیان وو، چې له ازادېدو وروسته د تورخم له پولې څخه هېواد ته راستانه شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور ويېژندل شول.
دغه راز د ناروې او ډنمارک د مهاجرت شوراګانو دفترونو له خوا د چاودېدونکو توکو په اړه حقوقي معلومات ورکول شول او له ۱۸ کلونو څخه ټيټ عمره کسان د سرلوړي افغانستان موسسې ته ور وپېژندل شول.