۳۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۳۰۷ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۴ مه نیټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو له مخې د مرغومې پر ۳۳ مه نیټه ۲۴ کورنۍ، چې ۱۸۹ تنه کېږي او ۱ تن له بند څخه ازاد شوی، په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړۍوال سازمانونو دفترونو ته ور وپېژندل شول.
یو تن بې سرپرسته ماشوم د MPO موسسې ته ور وپېژندل شو او د ګومارل شوې کمېټې له خوا هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور پر بنسټ ۲۵کورنۍ، چې ۱۱۷تنه کېږي د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوې.