د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او اوو بنسټونو ترمنځ د څه باندې یو ميلیون امريکايي ډالرو پر ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۳۶
-

د یو میلیون ۵۶۳ زره او ۱۲ ډالرو په ارزښت د افغان ماشومانو او ښځو له پاره د تعليم، بشري خيريه، ژوند د ټولنيزې او اقتصادي پراختيا بنسټ، له پوهنې څخه د ملاتړ، اکشن ايډ، د راه نوين ټولنيز او پراختيايي بنسټ او د ناروې د مهاجرت شورا ترمنځ د مرستو هوکړې لاسليک شوې.
 د یادو شويو هوکړه ليکونو له مخې د ناروې د مهاجرت شورا ۶۹۳ زره ۷۳۵ ډالره د ژمنیو جامو  د ویش، نغدي مرستو، د کمپ مدیریت، نورو بنسټونو ته د مستحقينو  د راجع کولو، د کرایې د تنظیم او د کور د کرایې د ورکړې په برخه کې په بلخ او سرپل ولایتونو کې يو زر او ۴۹۰ کورنيو سره مرسته کوي.
 د ژوند بنسټ د ټولنيزو او اقتصادي پراختيا موسسه څلور سوه څلور زره او ٦٤٤ امريکايي ډالرو په اندازه پيسې د حرفوي زده کړو، ښوونې او روزنې، حقوقي مشاورې او د ۱ زر  او ۲۲ کورنيو لپاره په بدخشان ولايت کې د سپورټ ځاى رامنځته کولو مرسته وشوه.
 د پوهنې د ملاتړ موسسې په بلخ ولايت کې د یو سل او ۴۵ زره او ۷۵۴ ډالرو په ارزښت د خوراکي او غير خوراکي توکو په برخو کې له 950 کورنيو سره، د بشري خیریه موسسې له لوري د یو لک او اووه دېرش زره او ۷۱۳ ډالرو په اندازه پيسې په هرات ولایت کې له ۳۱۰ کورنیو سره د نغدي مرستو په برخه کې، د افغان ماشومانو او ښځو د تعلیمي موسسې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت به په نیمروز ولایت کې ۳۰۰ کسانو ته د روغتیايي کڅوړو او د حفظ الصحې د زده کړې په برخو کې ولګول شي.
 همدا راز د نوې لار ټولنیزه او پرمختیايي موسسه په بغلان او کندز ولایتونو کې د ۲۰۰ ټنو خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۷۵ زره ۱۶۶ ډالره او د اکشن ايډ يا عمل مرستندویه موسسې له خوا د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت په ننګرهار ولایت کې 50 کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش په برخه کې لګوي.
 دغه هوکړه لیکونه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت، د هڅونې او راستنېدنې د رييس او د مسلکي معینيت د سرپرست مولوي محمد جان خدرخيل او د یادو بنسټونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته