۳۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

پاکستان کې مېشت ۳۱۷ تنه افغان مهاجرین د سلواغې پر دویمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه هېواد ته راستانه شول

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپ،ر له مخې ۳۴ کورنۍ چې ۱۸۴ تنه کېږي او ۲۳ تنه نور چې هلته له زندانونو ازاد شوي وو په جبري توګه هې،اد ته راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍو د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ور وپېژندل شول او ۲۱ بې سرپرسته ماشومان د MPO موسسې ته ور وپېژندل شول

هرې کورنۍ سره د ګومارل شوو کمېټو له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه

د ننګرهار د تورخم سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۲ کورنۍ چې ۱۱۰ تنه وو په جبري توګه له پاکستان ځخه راستانه شولاو د مهلجرینو په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول.