ایران څخه تر ۴۰۰ زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول

anwari_morr

په ایران کې مېشت ۴۷۵ تنه پرون د مرغومې ۳۰ مه نېټه په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول 

د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د راپور له مخې له راستنېدونکو څخه ۱۶۷ تنه اړمن وپېژندل شول او د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکو یې ترلاسه کړل.

دغه راز دوو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ،  ۲۸ بې سرپرسته ماشومان د وارچایلډ موسسې ته ور ويېژندل شول او ۲۳ کسو تنو ته په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو

او ۲۵۰ تنه نور له روغتیایي خدمتونو برخمن شول.