د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست غړو د مهاجرینو چارو وزارت له رئیسانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۹
-

د عاليقدر امیرالمؤمنین د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د ټولنیز مصئونیت رئیس، معاون او نورو کارکوونکو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو رئیسانو او مستقلو امرینو سره نن پنجشنبه د مهاجرینو چارو وزارت د ناستو په تالار کې د همغږۍ ناسته وکړه

په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس قاري محمد اجمل ویاړ د یادې ادارې مسولینو ته په ښه راغلاست او هرکلي سره وویل:

د اسلامي امارت ټولې ادارې په پوره ژمنتیا سره خپلو خلکو او خپل هېواد ته د خدمت په موخه کار کوي، موږ له ټولو ادارو سره همغږۍ او همکارۍ ته ژمن یو او په ټولو چارو کې د خپل مشر امیر المؤمنین حفظه الله له فرمانونو او حکمونو سره برابر مخ ته ځو.

د لوی ریاست له لوري د راغلي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حکمت وویل:

موږ د خپلې ادارې له لوري تاسو ته د معرفت او همغږۍ په موخه راغلي یو.

زموږ اداره د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله حفظه الله د فرمانونو او حکمونو تعقیب او نظارت لپاره جوړه شوې ده او ټولو ادارو سره د امیر المؤمنین د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت په برخه کې همکار یو.

هغه زیاته کړه موږ له تاسو سره په همغږۍ او په ګډه هڅې کوو، چې د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمانونو او حکمونو له مخې په ادارو کې چارې پرمخ لاړې شي او په ټوله کې روڼتیا او ژمنتیا رامنځته شي.

د وزارت د مقام دفتر رییس او نورو مسوولینو د دغې ادارې راغلي پلاوي ته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د دواړو خواوو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وشو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته