سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۵۰۰ افغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د يادې پولې له لارې ٧٨ کورنۍ چې ٤٠٨ تنه کېږيپه جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو چارو له رياست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې او د ګومارل شوې کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ وویشل شوې.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحديآمریت د معلوماتو له مخې، ۲۲ کورنۍ چې ۹۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخهراستنې شوې او د مهاجرینو چارو له ریاست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.