د ننګرهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس د مهتمم عالي در العلوم څخه ليدنه وکړه.

anwari_morr
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس حاجي باز محمدعبدالرحمٰن د مرغومې پر ۲۵مه په بهسودو ولسوالۍ کې د مهتمم عالي در العلوم له بېلابېلو برخو  څخه ليدنه وکړه،

 په لیدنه کې د درالعلوم مشر شيخ اسرارالله هميم له لوري په هره برخه کې د مهاجرینو په اړه معلومات ورکړل شول.

حاجي باز محمدعبدالرحمٰن د درالعلوم د فعالیتونو ستاینه وکړه او زده کوونکي يې ﺯدکړو ته وهڅول

هغه ﺯياته کړه؛ همدغه مدرسې وې چې تېر شل کلن جهاد کې یې برخه درلوده، د دې ترڅنګ يې په راتلونکې کې له دارلعلوم سره د هر ډول همکارۍ ‌ډاډ  څرګند کړ.

د مهتمم عالي درالعلوم مشر د مهاجرینو چارو رئيس د ورتګ  او لیدنې له کلبله مننه وکړه.

دغه راز شيخ اسرارالله هميم زیاته کړه چې در العلوم او نورې مدرسې د چارواکو او سوداګرو مرستو ته اړتيا لري او په دې برخه کې بايد هر څوک خپله ايماني وظیفه ترسره کړي.