۳۰۰ څخه زیات مهاجربن له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۳۲۳ تنه افغان مهاجرین د مرغومې پر ۲۴ مه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه هېواد ته راستانه شول

د ننګرهار د سرحدي آمریت د آمر  د معلوماتو له ممخې ۳۷ کورنۍ چې ۱۷۵ تنه کېږي په جبري توګه پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور پېژندل شوې

د کندهار د سپیبن بولدک د سرحدي آمر یت د معلوماتو له مخې ۳۲ کورنۍ چې ۱۵۸ تنه دي او د پاکستان له بنده ۳ تنه ازاد شوي په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو او د مهاجرت نړۍ وال سازمان ته ور پېژندل شول او هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شوې.