ځینو ولایتونو کې څه باندې ۱۲ زره کورنیو سره مرسته وشوه
د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۱۲ زره او ۸۲۴ بې ځایه شویو او جبري راستنېدونکو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت د دویمي واحدونو له خوا د مرغومې له ۱۶مې تر ۲۱ مې نېټې پورې مرسته وشوه.
په کندهار، ننګرهار، فراه، خوست، غزني، بلخ، میدان وردګو، جوزجان فاریاب، سمنګان، فایاب او اروزګان کې بې ځایه شویو او جبري راستنېدونکو کورنیو څخه هرې کورنۍ ته نغدي، خوراکي توکي، د ګاز ډبې، بخارۍ، د اور لپاره لرګي ، سولرونه ، روغتیایي کڅوړې او د ژمني پوښاک مرسته د دغو ولایتونو د مهاجرینو چارو ادارې له خوا د ځینو مرستنیدویو بنسټونوپه همکارۍ وشوه.