غورکې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي او غيرې خورکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې ګاونډيو هېوادونو او يوشمېر ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه ۲۰ کورنيوهرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۳۵ کيلو وريجې، ۶ کيلو لوبيا، ۵ کيلو غوړي، ۶ کيلو دالنخود، ۶ کيلوماش، ۶ کيلو بوره،۱ کيلو مالګه او ۵۰ کورنۍ چې دپسابند، دولينې، چهارسدې او دولت يار ولسواليوڅخه بېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته درې درې کمپلې مرسته ووېشل شوه.