په جوزجان ولايت کې له زرو زياتو کورنيو سره د نغدي مرستو د ويش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
-

دجوزجان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو رياست د راپور په اساس  په یاد ولايت کې له ۱٧٢٣ کورنيو سره د نغدي مرستو د ويش لړۍ د جدي په ١٧مه نیټه پيل شوه.

په يادو شويو کورنيو کې د دې ولايت د درزاب، مرديان او قوش تپې ولسواليو بېځايه شوې، زيانمنې شوې او راستنې شوې کورنۍ شاملې دي، چې مخکې د مهاجرينو رياست له لوري پېژندل شوې وې.

ټاکل شوې ده، چې هرې کورنۍ ته به په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مرسته ۱۸ زره  او ۷۶۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شي.