سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

 

پاکستان کې  مېشتې ۵۴۲ کورنۍ  د مرغومي پر ۱۶ نېټې د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې

د ننګرهار د سرحدي آمریت د آمر د راپور له مخې ۶۵ کورنۍ چې ۳۴۱ تنه کېږي په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې

د یو بل خبر له مخې د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو پر بنسټ۴۴کورنۍ چې ۲۰۱ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او خوړو نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

 هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته هلته د ګومارل شوې کمېټې له لوري وشوه.