ځينو ولايتونو کې تر ۳ زرو زياتو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې  ۳ زره او ۳۰۷ بې ځایه شوو او په جبري توګه راستنو کورنیو سره د مرغومي له ۹ تر ۱۴مې نېټې د مهاجرینو چارو وزارت دویمي واحدونو له خوا مرسته وشوه.

 دغه کورنۍ په کندهار، ننگرهار، تخار، کندز، بلخ، کاپیسا، بدخشان، سمنگان، بغلان، سرپل، جوزجان، پکتیکا، لوگر او بادغیس ولایتونو کې اړمنې پېژندل شوې وې او د خیریه سازمانونو په همکارۍ  د دغو ولایتونو د مهاجرینو چارو ادارو له خوا ورسره د نغدي، ژمني پوښاک او حرفوي وسایلو  مرسته وشوه.