تخار کې ۱۵ تنه له کاري وسایلو څخه برخمن شول
په تخار ولایت کې ۱۵ تنو ته د مرغومي پر ۱۵مه کاري وسایل ووېشل شول
دغو کسانو پخوا د ولډینګ کارۍ په برخه کې ۴ میاشتنۍ زدکړې کړې وې او له هغې وروسته ورته د دغه کسب ۱۱ ډوله اړین وسایل د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکول شول.