ننګرهار کې ۲۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr
ننگرهار

د (DACAR، IRC) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۳ بېځايه  شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې نا امنيو له امله دننګرهار  دشيرازد او خوګياڼو ولسواليو او دکنړولايت دچپې درې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د (IRC) موسسې له لورې د چپې درې ولسوالۍ ۸۳ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۹۰۰۰ افغانۍ نغدي او د شيرزاد او خوګياڼو ولسوالۍ ۱۸۰ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته د ذکر شوو موسسو له لورې د روغتيايي کڅوړ مرسته ووېشل شوه.