دیني مدرسې او منبرونه دې ازاد او خودمختاره  وساتل شي

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۲۰:۳۵

د لوګر ولایت جهادي مدرسې د فراغت په غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني وویل: په تېرو نظامونو کې درباري ملایانو د حکومتونو په غلطو پالیسیو سترګې پټولې، ددې لپاره چې علما حق ووایي او د هیچا تر اثر لاندې رانشي، نو لازمه ده، چې مدرسې او ممبرونه آزاد او خودمختاره وساتل شي
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ، چې په لرې پرتو سیمو کې کلیوالي مدرسې دې پیاوړې شي او له ولسونو یې وغوښتل، چې د مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي
نوموړي وویل، په مدرسو کې باید داسې روحاني او جسماني روزنه ورکړل شي، چې زده کوونکي هروخت د حق پلویان او مدافعین اووسي
ښاغلي حقاني فارغو شوو علماو ته سپارښتنه وکړه، چې د اختلافي مسایلو پرځای اتفاقي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي او د ولسونو ترمنځ د یووالي او اتحاد لپاره کار وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته