بلخ کې ۴۶ بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو سره مرسته وشوه.

anwari_morr
-

بلخ کې ۴۶ بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو سره د مرغومي پر ۱۰ نېټه مرسته وشوه.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ سره دوه سولره، بترۍ او اړین وسایل یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ورکول شول.

د یو بل خبر له مخې په دغه ولایت کې ۲۰ بېځایه شوو ته د هیئت نړۍوالې موسسې معاونیت له خوا مرسته ووېشل شوه.

دې مرسته کې یو سولر، له وسایلو سره یې او د وړۍ اوبدلو یو ماشین شامل وو، چې یادو کورنیو ته د هئیت موسسې له خوا ورکول شول.