کاپیسا کې ۱۰۰ کورنیو ته بخارۍ ووېشل شوې
د کاپیسا ولایت نجراب او تګاب ولسوالیو کې ۱۰۰ بې ځایه شوو کورنیو ته د مرغومي پر ۹ نېټه بخارۍ ووېشل شوې.
هرې کورنۍ ته د یوې بخارۍ او ورسره اړینو وسایلو مرسته؛ د پنا غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا ووېشل شوه.