له ۹۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۹۰۸ افغان مهاجرین پر ۷ او ۸ نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه راستانه شوي.
د ننګرهار د سرحدي امریت د امر د راپور له مخې ۱۹۸ کورنۍ چې ۵۵۵ تنه دي له یادې پولې څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي او د مهاحرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي.
د یو بل خبر له مخې د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د آمر د معلوماتو پر بنسټ ۶۵ کورنۍ چې ۳۵۳ تنه کېږي او ۵ له بنده ازاد شوي کسان په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شوي.
د سپین بولدک د آمر په وینا راستنېدونکي په ګومارل شوو کمېټو کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي.