بامیان ولایت کې  سلګونو کورنیو سره مرسته پیل شوه

anwari_morr
-

د بامیانو د مهاجرینو چارو د آمریت د راپور له مخې په دغه ولایت کې  ۶۶۸ کورنیو سره د مرغومي پر ۶ نېټه مرسته پیل شوه

دغه راستنېدونکې ، بې ځایه شوې او زیانمنې شوې کورنۍ پخوا په شبرغان کې د مهاجرینو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې.

ټاکل شوې ده چې هرې کورنۍ ته به ۱۳ زره او ۶۰۰ سوه افغانۍ ، ۵ کمپلې او یوه کڅوړه ژمنۍ مرسته د اسلامي رفاه موسسې له خوا په څو ورځو کې ورکړل شي.