فراه کې ۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr

د فراه ولایت د مهاجرینو ریاست د مرغومي پر۵ نېټه ۳۰ کورنیو سره د مرستې د وېش خبر ورکړی.

دغه کورنۍ د یاد ولایت په ولسوالیو کې مخکې اړمنې پېژندل شوې وې او په درې کټګوریو کې ۱۶ زره، ۱۵ زره او ۱۴ زره افغانۍ د ډنمارک د مهاجرت شورا له خوا ورکړل شوې.