لغمان کې یو ښوونځی ګټې اخېستنې ته وړاندې شو
د لغمان ولایت د مهاجرینو ریاست د راپور له مخې د مرغومي پر۵ نېټه په الینګار ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی ګټې اخېستنې ته وړاندې شو.
د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو د رئیس په وینا دغه دوه پوړیزه ښوونځی د بې ځایه شوو راستنېدونکو او ځایي اوسیدونکو له پاره د ۵ سوه او ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ جوړ شوی.
د ښوونځي د پرانېستې په غونډه کې د ولایت والي، د مهاجرینو رئیس او نورو چارواکو هم برخه اخېستې وه.
ځینو مسولینو ته د ستاینلیک له ورکولو وروسته د یاد ښوونځي ودانۍ په رسمي توګه د مهاجرینو ریاست له خوا پوهنې ریاست ته وسپارل شوه.