یوه ورځ کې؛ ایران څخه له زرو ډېر مهاجرین په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول
په ایران کې مېشت یو زر او ۴۵۸ تنه افغان مهاجرین د مرغومي پر ۵ نېټه د هرات اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي آمر د راپور له مخې په دغو کسانو کې کورنۍ هم وې، چې ۳۵۰ تنه اړمن د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل
هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا ۵۸ تنو ته په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو او ۲۴۳ تنه نور له روغتیایي خدمتونو برخمن شول.