له پاکستان څخه تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

د ننګرهار د مهاجرینو ریاست د مرغومي پر ۳ نېټه، پاکستان کې د مېشتو ۲۹۲ تنو افغان مهاجرینو د راستنېدنې خبر ورکړی.
د تورخم د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې ۶۰ کورنۍ چې ۲۹۲ تنه وو، په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شوي دي او هلته د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.