په يوشمېر ولايتونو کې زرګونه کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr

۶ زره او ۹۷۷ راستنېدونکي او بېځایه شوو کورنیو سره د لیندۍ له ۱۸ مې تر ۲۳مې نېټې په ۱۵ ولایتونو کې د مهاجرینو وزارت ددوېمي واحدونو له لوري مرستې شوي.

دغه کورنۍ چې په ننگرهار، هرات، کندهار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بدخشان، ارزگان، خوست، پکتیکا، بغلان، پروان، غور او لغمان ولایتونو کې د جنګونو او طبیعي پېښو له کبله بېځایه شوې وې  د یوشمېرنړۍ والو همکارو ادارو په مرسته ورته داړونده ولایتونو د مهاجرینو د ادارو له لوري د نغدي پيسو، خوراکي توکو، بخارۍ، روغتیایي او ژمنۍ کڅوړې، د وړیو اوبدلو وسایل او سولر تختې وېشل شوې.