خوست کې۳۱ کورنيو  نغدي مرستې تر لاسه کړې

anwari_morr
-

دخوست ولايت د مهاجرينو رياست د ليندۍ په ۲۲ مه له ۳۱ کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ چې له وړاندې د دې ولايت د مهاجرينو د ادارې له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ د مرستو د همغږۍ مؤسسې له لوري د ياد ولايت د مهاجرينو رياست تر څار لاندې ووېشل شوې.