د پاکستان څخه له زرو زيات افغان مهاجر په جبري توګه وطن ته راستانه شول
يو زرو او ۲۰۰ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په ۲۱مه د تورخم اوسپين بولدک له لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت دسپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۰۹ کورنۍ، چې ۶۶۲تنه کېږي له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او د مهاجرينو په ادارې کې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د خوړو نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار ولايت د تورخم د سرحدي آمر په خبره۱۰۸ کورنۍ چې ۵۳۸ تنه کېدل له دې لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سر چېنې په خبره راستنېدونکي د مهاجرينو په ادارې کې له نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وپېژندل شول.