د ايران څخه له زرو  زيات  افغان  مهاجر په يوه ورځ کې په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي

anwari_morr

د ايران څخه  يو زرو ۶۹۰ تنه افغان مهاجر دليندۍ  په ۱۹ مه دهرات د اسلام قلعې له لاري هېواد ته راستانه شوي. 
د اسلام قلعې  د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۳۴تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.
همدارنګه ۳۲کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۳۵نورو کورنيو ته چې ۷۳ تنه کېدل، په وړيا توګه يو يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظفو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.
دغه راز ۳۰۴ تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.