د کډوالو چارو وزير دافغانستان په استازيتوب دجنايت دمنعې او جزايي عدالت په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۳۹۸/۳/۳ - ۸:۲۱
خبر

د افغانستان يوه لوړپوړي پلاوي د سيد حسين عالمي بلخي ترمشرۍ لاندې دجنايت او جزايي عدالت دکمېسيون په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

ددغې ناستې دپرانيستې  پروګرام، چې د عويي دمياشتې په ۳۱مه ترسره شو پکې په اطريش کې دافغانستان لويې سفيرې اغلې خجيسته فناه ابراهيم خېل هم شتون درلود،چې د کډوالو چارو وزير پکې خبرې وکړې.

دکډوالو چارو وزير په خپلوخبروکې وويل، افغانستان د جنايت او جزايي عدالت څخه د مخنيوي او د فساد سره د مبارزې د نړيوالو تړونونو په پلي کولو کې پر فعالې برخې اخيستنې ټينګار وکړ.

بلخي وويل،د اقتصادي پرمختګونو سره په څنګ کې ترهغې چې د ترويزم مالي سرچينې له منځه يونه وړل شي، دوی له منځه نه ځي.

هغه زياته کړه وروستي ترهګريز بريدونه ښيي، چې تروريستي برېدونه جعرافيي، ديني او نژادي پولې نه پېژني، په تېر او اوس کې افغانستان دترهګرو سره دمبارزې په ميدان کې لويه قرباني ورکړې.

د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ بې ګناه وګړي دښځو او ماشومان په ګډون په تروريستي بريدونوکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دافغانستان لپاره له انساني قاچاقو سره مبارزه او همدارنګه دنړيوالو بشري قوانينو او دانساني حقوقو او عدالت برابروالی ډېر مهم دی او دتروريستي ډلو سره دمقابلې په برخه کې ټولو نړيوالو ژمنو ته ژمن او په دغه برخه کې قاطع مبارزه کوي.

په داسې حال کې چې د سازمان شوو جرمونو شبکې دکډوالو له ضعف څخه ګټه پورته کوي. افغانستان دکډوالو له انساني حقوقو څخه په ملاتړټينګار کوي او دکډوالو په برخه کې د نيويارک اعلاميې ته دنړيوالې ټولنې د زياتې پاملرنې غوښتونکی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو تعلیمي مرکز موسسې ترمنځ د۴۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به دغه پیسې په بلخ کې ۳۰۰ کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۲۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د عامه ادارې د وضعیت په اړه علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملکي خدمتونو د ریاست له لوري د افغانستان اداري وضعیت په اړه یو شمېر امرینو او مدیرانو ته. . .

بېرته خبرونه ته