په ننګرهارکې سلګونه کورنيو سره مرستې وشوې
![-](/sites/default/files/2023-12/%D9%86%D9%86%DA%AF%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B11.jpg)
دننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو په اساس ۵۱۶ کورنيو د ليندۍ په ۱۶ مه په دې ولايت کې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړي.
په يادو کورنيو کې بې ځايه شوې، راستنېدونکي او زيان منونکي کورنۍ شاملې وې چې له وړاندې ددې ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري په نښه شوې وې له جملې يې ۲۱۹ کورنيو ته يوه بخارۍ، دوه سولرتختې او دوه بېټرۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري او ۲۹۷ نورو کورنيو ته ۲۳ زره افغانۍ د ژغورنې د نړۍ والې کمېټې له لوري ددې ولايت د مهاجرينو د ادارې د استازي په شتون کې ووېشل شوې.